پاکستان ۶ جون ۲۰۲۶

د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د پانګونې او پرمختيايي پروژو ګڼ مهم تړونونه وشول

کو ټه(ويب نيوز)د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د پانګونې د زياتوالي او بېلابېلو پرمختيايي پروژو په اړه ګڼ مهم تړونونه لاسليک شوي دي. د سعودي ـ پاکستان ګډې سوداګريزې شورا په غونډه کې د کراچۍ ـ حيدرآباد موټروې د جوړولو، د بندرونو او موټرويز د پراختيا، د رېل اسټېټ او کانونو په برخو کې د همکارۍ او پانګونې تړونونه وشول. د غونډې کوربتوب د SIFC او د پاکستان ـ سعودي ګډې سوداګريزې شورا له خوا وشو او مشري يې ګوهر اعجاز او فواد مختار وکړه. د سعودي پلاوي مشري شهزاده منصور بن السعود کوله. په غونډه کې سعودي پانګوالو ته د برېښنا، ټرانسميشن لاينونو، سمارټ ميټرنګ، پټروليم او معدنياتو په برخو کې د پانګونې شته فرصتونه معرفي شول او د سوداګريزو او حکومتي استازو ترمنځ ګڼې ليدنې کتنې هم ترسره شوې. چارواکي وايي چې دا تړونونه به د دواړو ورونو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري او پانګونه لا پياوړې کړي.