پاکستان ۶ جون ۲۰۲۶

د جموں کشمیر جوائنټ عوامي ایکشن کمېټه ناقانونه وګرځول شوه

مظفرآباد (ويب نيوز) د آزاد کشمیر حکومت د جموں کشمیر جوائنټ عوامي ایکشن کمېټه د ۲۰۱۴ کال د ترهګرۍ ضد قانون له مخې ناقانونه ګرځولې او د فرسټ شیډول په فهرست کې یې شامله کړې ده. د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپور شوي نوټیفیکیشن کې ویل شوي چې دا پرېکړه د آزاد کشمیر د ولسمشر له منظورۍ وروسته شوې ده. چارواکي وایي چې د یادې کمېټې پر ضد د امن او امنیت د خرابولو کافي شواهد موجود دي. د نوټیفیکیشن له مخې، دغه تنظیم په ریاست کې د ګډوډۍ رامنځته کولو، د خلکو ترمنځ د وېرې او ناامنۍ د فضا جوړولو، د کرکې خپرولو او د سولې د زیانمنولو په فعالیتونو کې ککړ بلل شوی دی. حکومت د تنظیم ټول بدیل نومونه هم په نوټیفیکیشن کې شامل کړي او ټینګار یې کړی چې د قانون له مخې به د یادې ناقانونه ګرځول شوې ادارې پر ضد اقدامات ترسره کېږي او په ریاست کې به د امن، قانون حاکمیت او د خلکو خوندیتوب یقیني کېږي.