کوټه (نوې ژوند پښتو ویب نیوز) د کوټې په سول روغتون کې پر یوې ښځینه ډاکټرې د تیزاب اچونې له دردناک او خواشینوونکي پېښې وروسته د ډاکټرانو ټولنه په سخت غبرګون راپارېدلې ده. د پېښې له امله په روغتون کې تاوتریخوالی، احتجاجونه او ګډوډي رامنځته شوه. د راپورونو له مخې، کله چې د کوټې ډي آی جي عمران شوکت، د وزیراعلی بلوچستان ځانګړی سلاکار او د روغتیا صوبایي سېکرټر د پېښې په اړه د خبري غونډې لپاره روغتون ته ورسېدل، د ینګ ډاکټرز ایسوسی اېشن (YDA) غړو د احتجاج په توګه هغوی د خبري غونډې له ترسره کولو راوګرځول او سخت شعارونه یې ورکړل. مظاهره کوونکو د روغتیا سېکرټر د سمدستي لرې کولو غوښتنه هم وکړه.د پلټنو سرچینو په وینا، پر ښځینه ډاکټرې د تیزاب اچونې تورن کس د سول روغتون شخصي لفټ چلونکی و چې د نوشکي ولسوالۍ اوسېدونکی و. ویل کېږي چې نوموړی د پولیسو په عملیاتو کې وژل شوی او موبایل یې د فرانزیکي معاینې لپاره لېږل شوی دی، څو د برید اصلي لاملونه او احتمالي اړیکې معلومې شي. د پېښې پر مهال عبدالرزاق ترین نومي کس د ښځینه ډاکټرې د ژغورلو هڅه کړې وه، خو خپله هم د تیزاب له امله ټپي شوی او اوس تر درملنې لاندې دی.د ینګ ډاکټرز ایسوسی اېشن مشرانو ډاکټر حی بلوچ او ډاکټر عادل خان په بېړنۍ خبري غونډه کې دغه برید په کلکو ټکو وغانده او ویې ویل چې په جراحي څانګه کې پر دندې بوختې یوې پوسټ ګریجویټ ډاکټرې د وژلو هڅه شوې ده. هغوی په روغتونونو کې د امنیتي نیمګړتیاوو او د روغتیا ادارې پر کړنو سختې نیوکې وکړې او د روغتیا سېکرټر، د سول روغتون د مشر (MS) او امنیتي مسؤل د ګوښه کولو غوښتنه یې وکړه. YDA اعلان کړی چې د احتجاج په توګه به له بیړنیو خدمتونو پرته ټولې روغتیايي او جراحي چارې وځنډول شي، او پارامیډیکل کارکوونکو هم د دغه احتجاج ملاتړ اعلان کړی دی.وروسته ډاکټر عادل خان وویل چې د لومړنیو راپورونو خلاف، د متخصصو ډاکټرانو د وروستۍ ارزونې له مخې د اغېزمنې ډاکټرې د بدن شاوخوا ۱۵ سلنه برخه سوځېدلې ده، خو دا بیا هم یو ډېر جدي او غیر انساني جرم دی چې پر ضد یې د انصاف غوښتنې روانې دي. YDA بلوچستان اعلان کړی چې د پېښې پر ضد به نن د سول روغتون څخه تر کوټې پریس کلب پورې احتجاجي لاریون ترسره شي.بل لور ته د پاکستان مسلم لیګ (ن) بلوچستان عمومي سېکرټر او د قومي اسمبلۍ غړي جمال شاه کاکړ د پېښې سخته غندنه کړې او د اغېزمنې ډاکټرې لپاره یې د غوره طبي اسانتیاوو او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده. همدارنګه نېشنل پارټۍ هم دغه پېښه غیر انساني او بزدلانه بللې او د شفافو، بې پرې او بشپړو پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
