کوټه (نوې ژوند پښتو ویب نیوز) د کوټې ډپټي انسپکټر جنرل پولیس (ډي آی جي) عمران شوکت ویلي چې هر هغه څوک چې زموږ پر خویندو، میندو او لوڼو د بد نظر یا برید جرأت وکړي، قانون به ورسره په بشپړ قوت چلند وکړي. نوموړي د ویډیويي پیغام له لارې وویل چې د سول روغتون د ښځینه ډاکټرې پر وړاندې د تیزاب اچونې پېښه یوه دردونکې، غیر انساني او د غندنې وړ پېښه وه، چې د بلوچستان ولس یې سخت خواشینی او غوسه کړی دی. هغه زیاته کړه چې پولیسو په ډېر لنډ وخت کې د تورن درک ولګاوه او د نیولو هڅه یې وکړه، خو تورن پر پولیسو ډزې وکړې او د ځوابي عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو. د پولیسو په وینا، که تورن پر پولیسو ډزې نه وای کړې، ژوندی به نیول شوی او محکمې ته به وړاندې شوی وای.ډي آی جي عمران شوکت د سول روغتون د وروستیو احتجاجونو په اړه هم وویل چې د اعتراض حق د هر وګړي اساسي حق دی، خو باید د زغم، احترام او قانون په چوکاټ کې ترسره شي. هغه زیاته کړه چې د ښځینه ډاکټرې پر وړاندې شوی ظلم د بخښنې وړ نه دی، خو د قانون پلي کوونکو ادارو هڅې هم باید په عادلانه ډول وارزول شي.بل لور ته د کوټې د پټیل روډ په سیمه کې د دوو وسلوالو نقاب پوشو موټرسایکل سپرو له خوا پر پولیسو ډزې شوې دي، چې له امله یې درې پولیس سرتېري ټپیان شوي دي. د پولیسو سرچینو په وینا، د معمول ګزمې پر مهال پولیسو د شکمنو کسانو د درولو هڅه وکړه، خو هغوی پر پولیسو ډزې وکړې او له سیمې وتښتېدل. په پېښه کې دوه پولیس سرتېري ټپیان او یو تن سخت ژوبل شوی دی.له پېښې وروسته ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د درملنې لاندې دي، په داسې حال کې چې پولیسو سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو د نیولو لپاره یې پراخ لټونیز عملیات پیل کړي دي. د ښار په مهمو لارو او وتونکو دروازو کې امنیتي تدابیر هم سخت شوي دي. عامو خلکو له حکومت او امنیتي ادارو غوښتي چې د بریدګرو ژر تر ژره نیولو او د قانون منګولو ته د سپارلو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي، څو د خلکو او قانون پلي کوونکو ادارو امنیت خوندي شي.
