ټوکيو/ديامر (نوې ژوند وېب نيوز) د جاپان په کوربهتوب د 18 کلنو کم عمره لوبغاړو د آسيا هاکي جام سياليو کې پاکستان د ماليزيا لوبډلې ته په 3-0 ماتې ورکولو سره درېيم مقام خپل کړ او د برونزو مډال يې ترلاسه کړ. د درېيم مقام په لوبه کې د پاکستان لپاره لومړی ګول عزير احمد، دويم ګول حيدر آسام د پنالټۍ سټروک له لارې او درېيم ګول عديل ترسره کړ، په داسې حال کې چې ماليزيا ونه توانېده کوم ګول وکړي. د يادونې وړ ده چې د آسيا جام پايلوبه به نن د هند او جاپان ترمنځ ترسره شي.
