پاکستان ۷ جون ۲۰۲۶

ګلګت بلتستان ټاکنو ته بشپړ چمتووالی، په ديامر کې دفعه ۱۴۴ نافذه شوه

ديامر (نوې ژوند وېب نيوز) د ګلګت بلتستان د ۲۰۲۶ کال ټاکنو لپاره ټولې تيارۍ بشپړې شوې دي، او د امنيت د ټينګښت په موخه په ديامر ولسوالۍ کې دفعه ۱۴۴ هم نافذه شوې ده. د ټاکنو لپاره په ۲۴ انتخاباتي حلقو کې ۳۹۶ کانديدان سيالي کوي، چې له دې ډلې ۲۶۶ خپلواک کانديدان او ۷ ښځينه کانديدانې هم شاملې دي.د ټاکنو لپاره ۱۳۶۸ د رايو اچونې مرکزونه جوړ شوي، چې ۴۸۰ يې ډېر حساس، ۳۵۰ حساس او ۴۵۷ نورمال ګرځول شوي دي. په ټوله سيمه کې د راجستر شويو رايه ورکوونکو شمېر ۹ لکه، ۵۸ زره او ۷۸۰ ته رسېږي، چې له ډلې يې ۵ لکه، ۳ زره او ۷۷۲ نارينه او ۴ لکه، ۵۴ زره او ۷۰۸ ښځينه رايه ورکوونکې دي.صوبايي ادارې د ټاکنو د امنيت لپاره هم بشپړ چمتووالی نيولی او د ټاکنيز بهير پر مهال به ۱۵ زره پوليس سرتېري د امنيتي دندو ترسره کولو لپاره ګومارل کېږي. د ټاکنو د چارو لپاره زرګونه مامورين او چارواکي ټاکل شوي او د هغوی لپاره ځانګړي مالي امتيازات هم منظور شوي دي.بل لور ته د ديامر ډپټي کمشنر د امن او نظم د ساتلو لپاره د ۶۰ ورځو لپاره د دفعه ۱۴۴ د نافذېدو حکم جاري کړی دی. د دې حکم له مخې د وسلو ننداره، هوايي ډزې، د پټاخو کارول او د ډرونونو او بې‌پيلوټه الوتکو غيرمجاز الوتنې منع اعلان شوې دي. د ډرون کارولو لپاره به د ضلعي مجسټريټ ځانګړې اجازه لازمي وي.چارواکو ويلي چې د حساسو تاسيساتو د ساتنې لپاره هم سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي. د قانون پلي کوونکي ادارې به له دغو محدوديتونو مستثنا وي، خو عامو خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د حکمونو سرغړونه کوونکو پر ضد به سخته قانوني کارروایي ترسره شي.