ويانا (نوې ژوند وېب نيوز) د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر ويلي چې ايران او امريکا د اټومي پروګرام په اړه د يو نوي چوکاټي تړون پر سر هوکړې ته ډېر نږدې شوي دي.رافايل ګروسي په ويانا کې د ادارې د بورډ آف ګورنرز له بېړنۍ غونډې وروسته خبريالانو ته وويل چې د اټومي انرژۍ نړيواله اداره له دواړو هېوادونو سره په تماس کې ده، خو په مستقيمو مذاکراتو کې ګډون نه لري.له دې وړاندې په ويانا کې د دايمي استازو له رافايل ګروسي سره ګډه ليدنه کړې وه. دا ليدنه په داسې حال کې ترسره شوه چې د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې د اټومي خپرېدو په اړه خپل تازه راپور وړاندې کړی و.د ادارې په راپور کې ويل شوي چې د محدود لاسرسي له امله د ايران د غني شويو يورانيمو د زېرمو بشپړه تصديق او څارنه ممکنه نه ده، چې له امله يې د اټومي وسلو د خپرېدو په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.شنونکي باور لري چې که د تهران او واشنګټن ترمنځ روانې هڅې بريالۍ شي، نو دا به د سيمې د ثبات او د اټومي شخړو د کمېدو لپاره يو مهم پرمختګ وبلل شي.
