اسلام آباد (( نوی ژوند ویب) د پاک پوځ وياند لېفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري ويلي دي چې د “معرکه حق” په ترڅ کې پاکستاني پوځ د ولس هيلې پوره کړې او مغرور دښمن ته يې په جګړه کې بشپړه ماتې ورکړه، نوموړي د معرکه حق د يو کال پوره کېدو په مناسبت خبري کانفرنس ته وويل چې پر پاکستان هېڅوک د حملې جرئت نه شي کولی او “د چا پلار هم پر پاکستان داغ نه شي راوړلی”، هغه وويل چې هند دې د راتلونکو هر ډول حالاتو تياری ونيسي ځکه پاکستان پخوا هم چمتو و او اوس هم چمتو دی۔ ډي جي آئي اېس پي آر وويل چې هند د ترهګرۍ تورونه پر پاکستان پورې لګول خو اوس دا ډرامه د تل لپاره ختمه شوې ده، نوموړي زياته کړه چې هند خپله تر ټولو لوی ترهګر هېواد دی او په سيمه کې د امن لپاره پاکستان تر ټولو لوی سفير دی۔ هغه وويل چې په کشمير کې ظلمونه روان دي او هند خپل کورني مسائل د بهرني سازش په توګه وړاندې کوي، احمد شريف چوهدري وويل چې د هند له لوري پر جوماتونو، عامو خلکو او ښځو بريدونه شوي او د هند سياستوال د سياستوالو پر ځای د جنګ خوښو په څېر ښکاري۔ نوموړي وويل چې د دواړو اېټمي قوتونو ترمنځ جګړه لېونتوب دی او پاکستان د هند هرې يرغلګرۍ ته په څو ساعتونو کې مؤثر ځواب ورکړی، هغه زياته کړه چې “معرکه حق” کې هند يوازې د پاکستان د طاقت لس تر پنځلس فيصده برخه ليدلې ده۔ د پوځ وياند وويل چې “آپريشن غضب للحق” لا هم روان دی او په افغانستان کې د ترهګرو ځالې په نښه شوې دي، نوموړي زياته کړه چې د سعودي عرب امنيت د پاکستان لپاره هم مهم دی او د حرمين شريفين ساتنه د ټول اسلامي امت ګډه ذمه واري ده۔ احمد شريف چوهدري وويل چې پاک پوځ د کوم سياسي ګوند استازيتوب نه کوي بلکې د رياست وسله وال ځواکونه دي او د ولس او پوځ ترمنځ د واټن پيدا کولو هره هڅه به ناکامه شي۔
