تازه خبرونه ۷ جون ۲۰۲۶

روسیه د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند لپاره د پاکستان د منځګړیتوب ملاتړ وکړ

ماسکو(نوې ژوند ویب نیوز) روس ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند او شخړې د کمولو لپاره د پاکستان د منځګړیتوب ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو دوام ډېر مهم دی۔ د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یوه روسي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې مسکو د ایران او امریکا ترمنځ د روانو سفارتي هڅو ملاتړ کوي، په ځانګړي ډول هغه هڅې چې پکې پاکستان د منځګړي رول لوبوي۔ هغه زیاته کړې چې په هر احتمالي تړون کې باید د ایران ترڅنګ د ګاونډیو هېوادونو امنیتي او سیاسي ګټې هم په پام کې ونیول شي ترڅو په سیمه کې تلپاتې ثبات رامنځته شي۔ لاوروف ویلي چې امریکا هم د موجوده کړکېچ جديت مني، خو د بحران د حل لپاره واضح تګلاره نه لري، او ټینګار یې کړی چې د خبرو اترو دوام د شخړې د کمولو یوازینۍ لاره ده۔