تازه خبرونه ۷ جون ۲۰۲۶

امریکا د ایران پر بریدونه کړي، ایران د سیمې امریکايي اډې په میزایلو ویشتلي

تهران، واشنګټن(نوې ژوند ویب نیوز) امریکا دعوی کړې چې د ایران په ګوروک او قشم ټاپو کې یې د رادار مهمې تنصیبات په نښه کړې دي، چې په ځواب کې د ایران پاسداران انقلاب ویلي چې د سیمې امریکايي پوځي اډې او بحري اهداف یې په میزایلو او ډرونونو ویشتلي دي۔ د امریکا مرکزي قوماندې (سینټکام) په وینا د ایران لخوا د ویشتل شوو یو شمېر ډرونونه او میزایلونه ویشتل شوي او شنډ کړل شوي، او کوم امریکايي سرتېري ته زیان نه دی رسېدلی۔ خو ایران وايي چې د هرمز تنګي په شاوخوا کې یې د امریکايي بېړیو او اهدافو پر ضد عملیات کړي دي۔ کویت او بحرین کې هم د هوايي دفاع سیستمونه فعال شوي او د خطر زنګونه وهل شوي، چې له امله یې په سیمه کې تاوتریخوالی نور هم زیات شوی دی۔