مقامی ۷ مئی ۲۰۲۶

په راتلونکي بجټ کې دې د رېلوې او نورو سرکاري ملازمينو معاشونه زيات کړل شي، رېلوې ورکرز يونين

کوټه ( نوی ژوند ویب)د پاکستان رېلوې ورکرز يونين (اوپن لاين) کوئټه ډويژن مشر شېر محمد بلوچ، جنرل سيکرټري محمد سليم سرپره، چيف آرګنائزر سيد محمد بګټي، جوائنټ سيکرټري محمد نصير راجپوت، چيئرمين جاوېد مېنګل، وائس چيئرمين حسن خان خټران، ډپټي جنرل سيکرټري عاقل خان، ډپټي چيف آرګنائزر احتشام حميد، سينئر نائب صدر عرفان جان او ميډيا کوآرډينيټر محمد حمزه د نورو ملګرو سره په ګډه يوه سخته اعلاميه جاري کړې چې پکې يې له وفاقي حکومت او د خزانې وزارت څخه غوښتنه کړې چې په راتلونکي بجټ کې دې د وفاقي او صوبايي ملازمينو، په ځانګړي ډول د رېلوې کارکوونکو معاشونه د ګرانۍ د تناسب له مخې په څرګند ډول زيات کړل شي۔ د يونين مشرانو وويل چې اوسني سخت اقتصادي حالات او بې سارې ګراني د مزدور طبقې ملا ماته کړې ده، اوړه، بوره، غوړي، برېښنا، ګېس، درمل او د ماشومانو د تعليم لګښتونه د عام سرکاري ملازم له وسه وتلي دي، يوې خوا ته حکمرانان پرله‌پسې امتيازونه اخلي او بلې خوا ته غريب ملازمين د خپلو کورونو د خرڅ لپاره له ذهني فشار او اقتصادي ستونزو سره مخ دي۔ اعلاميه کې ويل شوي چې ميډيکل او کنوېنس الاؤنس دې لږ تر لږه دوه سوه فيصده زيات کړل شي، ځکه اوسني الاؤنسونه د روانې ګرانۍ په پرتله بې معنا شوي دي، رېلوې ملازمين شپه او ورځ سختې دندې ترسره کوي خو بيا هم له بنيادي سهولتونو محروم دي۔ د يونين مشرانو زياته کړه چې په پاکستان رېلوې کې د کارکوونکو سخت کمښت موجود دی او له يوه ملازم څخه د څو کسانو کار اخيستل کېږي، په بېلابېلو څانګو کې د عملې کمښت خطرناک حد ته رسېدلی خو د نوو ګمارنو پر ځای پر موجوده ملازمينو غير انساني بوج اچول کېږي، د اته ساعتونو پر ځای تر دولسو او څوارلسو ساعتونو پورې دوامداره ډيوټۍ ترې اخيستل کېږي او د اضافي وخت مناسب معاوضه هم نه ورکول کېږي۔ يونين خبرداری ورکړی چې که په راتلونکي بجټ کې د ملازمينو معاشونه، الاؤنسونه او د رېلوې کارکوونکو ستونزې په جدي توګه حل نه شوې نو د هېواد په کچه به رېلوې مزدوران سخت احتجاج ته اړ شي چې پوره ذمه واري به يې پر حکومت او اړوندو چارواکو وي، هغوی وويل چې رېلوې مزدوران د هېواد د اقتصاد مهم ستن دي او په سختو حالاتو کې د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره د ټرينونو نظام روان ساتي، خو له بده مرغه همدغه مزدوران له اوږدې مودې راهيسې له پامه غورځول شوي دي، اوس وخت رارسېدلی چې د مزدور ضد پاليسيو خاتمه وشي او مزدور طبقې ته خپل جائز حق ورکړل شي۔