اسلام آباد ( د نوي ژوند) د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاالله تارړ د “معرکه حق” د لومړۍ کليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وينا کې ويلي دي چې پاکستان نړۍ ته دا ثابته کړه چې موږ د ترهګرۍ پر ضد جګړه کوو، په داسې حال کې چې هند په سيمه کې ترهګري خپروي۔ نوموړي وويل هند د پهلګام پېښه په ډېر مضحکه ډول د يوې ډرامې په توګه وړاندې کړه او هڅه يې وکړه چې د دې پېښې پر بنسټ يو ځانګړی بيانيه جوړه کړي، خو د هر ډول بيانيې لپاره تر ټولو مهم حقيقت او رښتيا وي۔ عطا تارړ وويل چې د پاکستان دريځ او عمل يو شان و او ټوله پاکستانۍ قوم، حکومت او وسله وال ځواکونه يو موټی ولاړ وو، هغه زياته کړه چې دښمن ته يوازې يو واضح پيغام ورکړل شو چې پاکستانیان متحد دي او کله چې يو ملت متحد وي نو هېڅوک يې ماتولی نه شي۔
