(نوې ژوند ویب نیوز) د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناالله ویلي چې د بجټ په اړه پر یوه مهمه شمېره خبرې روانې دي او تر څو چې هغه شمېر مطابق مالي سرچینې برابرې نه شي، د بجټ جوړول به ستونزمن وي. نوموړي د جیو نیوز په پروګرام کې ویلي چې هیله لري له پاکستان پيپلز ګوند سره به یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.بل لوري ته سرچینې وايي چې د حکومت او پيپلز ګوند ترمنځ د بجټ په اړه خبرې اترې د نن پر ځای سبا کېدای شي. ویل کېږي چې د آصف علي زرداري او د پيپلز ګوند د مذاکراتي ډلې غونډه به نن شپه ترسره شي، چې وروسته به له حکومتي ډلې سره د لیدنې وخت وټاکل شي. سرچینې زیاتوي چې وفاقي حکومت له صوبو څخه ۱۷۰۰ اربه روپۍ فنډونه غواړي او تر هغې وروسته به د بجټ وروستۍ بڼه جوړه شي۔
