(نوې ژوند ویب نیوز)
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تهران ته رسېدلی دی، چې هلته د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني یې هرکلی وکړ. چارواکي وايي چې محسن نقوي به د پاکستان د فیلډ مارشال سید عاصم منیر ځانګړی پیغام د ایران سپریم لیډر ته ورسوي. هغه به د ایران له ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو سره هم لیدنې ولري. چارواکي وايي د سیمې د سولې لپاره ډیپلوماټیکې هڅې چټکې شوي دي.
