مقامی ۷ مئی ۲۰۲۶

په تېرې مياشت کې په کوټه کې ۲۳ کسان وژل شوي چې ۲۱ يې د شخصي دښمنۍ ښکار دي، ډي آئي جي کوئټه

کوټه (د نوي ژوند) د بلوچستان ډي آئي جي عمران شوکت ويلي دي چې په تېرې مياشت کې په کوئټه ښار کې ۲۳ کسان وژل شوي چې له دې جملې څخه د ۲۱ کسانو وژنې د شخصي دښمنۍ له امله شوي دي۔ نوموړي د ايس ايس پي عبدالستار، ايس ايس پي غفور حسين او نورو چارواکو سره يو ځای خبري کانفرنس ته وويل چې د مې په څلورمه نېټه پودګلي چوک ته نږدې د هزاره ټاون مرستندويه پوليس موبائل د شک پر بنسټ يو موټر ودرولو ته اشاره وکړه، خو موټر ونه درېدو چې له امله يې پوليسو ډزې وکړې او يو تن ووژل شو چې وروسته يې پېژندنه د سفير احمد په نوم وشوه۔ هغه وويل چې د پېښې رڼه پلټنه وشوه او د پلټنو په رڼا کې درې پوليس اهلکاران اے ايس آئي راز محمد، کانسټيبل دلاور خان او ډرائيور عدنان ګرم بلل شوي او پر ضد يې مقدمه درج کولو وروسته نيول شوي دي۔ ډي آئي جي وويل چې د مې په لومړۍ نېټه هم د ايګل سکواډ پر ضد د رشوت اخيستلو او د يو ځوان آفتاب احمد د وژنې شکايت ترلاسه شوی و، چې وروسته د پلټنو کمېټۍ درې واړه پوليس اهلکاران قصوروار وبلل او هغوی هم ونيول شول۔ عمران شوکت وويل که څوک د پوليسو له چلند څخه شکايت لري نو د پوليسو ويب سائيټ، آن لائن فورم يا ۱۵ شمېرې له لارې دې شکايت ثبت کړي او که څوک د رشوت يا زورونې ثبوت لري نو ويډيو دې وړاندې کړي۔ نوموړي وويل چې پنځه کلن ماشوم مزمل چې تښتول شوی و، د تاوان غوښتنه يې له بهر هېواد څخه کېده، خو پوليسو يوه ښځه ونيوله او ماشوم يې روغ راخوشی کړ۔ ډي آئي جي زياته کړه چې له تېرې مياشتې راهيسې تر اوسه ۱۵۰ تهديدونه ترلاسه شوي او د امنيت لپاره سخت ګامونه پورته کېږي، ترهګر خپل طريقې بدلوي خو پوليس د جرائمو، بدعنوانۍ او د واک د ناوړه استعمال پر ضد بې له توپيره کاروايي ته ژمن دي۔ هغه وويل چې په کوئټه ښار کې د منشيانو، بداخلاقۍ او نورو جرمي اډو پر ضد به هم پراخ عمليات ترسره شي۔