تازه خبرونه ۷ جون ۲۰۲۶

ټرمپ د ایران په عملیاتو کې د ۱۳ امریکایانو د وژل کېدو اعتراف وکړ

واشنګټن(نوې ژوند ویب نیوز) د امریکا ولسمشرټرمپ د ایران پر ضد په عملیاتو کې د ۱۳ امریکایانو د وژل کېدو اعتراف کړی دی. نوموړي له امریکایي رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې د ایران غني شوی یورانیم به ضبط او یا به له هغه ځایه بلې سیمې ته ولېږدول شي او له منځه به یووړل شي.ټرمپ ویلي چې تر هغه وخته چې په منځني ختیځ کې روان ماموریت بشپړ شوی نه وي، امریکایي ځواکونه باید هلته پاتې شي، ځکه ښايي بیا هم د هغوی اړتیا پیدا شي. هغه زیاته کړه چې په سیمه کې امریکایي سرتېري له جدي خطر سره نه دي مخ او د هغوی بېرته ستنول به ناسمه پرېکړه وي.د امریکا ولسمشر دا هم ویلي چې د ایران په عملیاتو کې ۱۳ امریکایان وژل شوي دي. نوموړي ادعا کړې چې د ایران سپریم مشر مجتبیٰ خامنه اي سخت ټپي شوی دی.ټرمپ زیاته کړه چې امریکا او ایران د یوه احتمالي تړون ته ډېر نږدې شوي او ایران منلې چې اټومي وسلې به نه لري. د هغه په وینا، د ایران اوسنۍ مشرتابه د پخوانۍ رهبرۍ په پرتله ډېر منطقي او هوښیار دریځ لري.