مالې(نوې ژوند ویب نیوز) د مالدیپ د ګولډن جوبلي فوټبال ټورنمنټ په درېیمه لوبه کې پاکستان افغانستان ته د ۲-۰ په مقابل کې ماتې ورکړه او د ټورنمنټ فاینل ته یې لار پیدا کړه.په مالې ښار کې د ترسره شوې لوبې پر مهال د پاکستان ملي لوبډلې لومړی ګول عمر نواز د لوبې په پنځمه دقیقه کې وواهه، په داسې حال کې چې دوهم ګول هارون حامد د اضافي وخت په وروستیو شیبو کې ترسره کړ.دا په ټورنمنټ کې د پاکستان دویمه پرلهپسې بریا ده. پاکستان تر دې وړاندې کوربه مالدیپ ته ۳-۰ ماتې ورکړې وه، په داسې حال کې چې د بنګلهدېش پر وړاندې یې لومړۍ لوبه مساوي پای ته رسېدلې وه.پاکستانۍ لوبډله تر اوسه په ټورنمنټ کې ناسوځېدلې پاتې ده او اوس به د اتلولۍ لپاره په فاینل لوبه کې میدان ته کوزېږي.
