واشنګټن(نوې ژوند ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي چې امریکا او ایران د یوې مهمې ډیپلوماټیکې معاملې (ډیل) ډېر نږدې شوي دي، او که د تړون پر ځای بل کوم لوری هم غوره شي نو بریا به د امریکا وي.په یوه مرکه کې ټرمپ وویل چې د ایران او امریکا ترمنځ اوربند د ځینو معززو شخصیتونو په غوښتنه عملي شوی و، چې پکې د پاکستان فیلډ مارشال او وزیر اعظم مهم رول ادا کړی دی.نوموړي زیاته کړه چې امریکا له ایران سره یوې احتمالي معاملې ته نږدې ده، خو غواړي لبنان د ایران سره په لنډمهاله تړون کې شامل نه شي.ټرمپ وویل چې د ایران اقتصادي محاصره ډېره اغېزمنه وه او ایران ته هره ورځ له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو پورې زیان رسېږي. هغه دا هم وویل چې د ابتدایي تړون له مخې به نه د ایران کنګل شوي شتمنۍ خوشې کوي او نه به بندیزونه لیرې کوي، خو که د ایران چلند ښه شي نو په راتلونکي کې پرې غور کېدای شي.
