مقامی ۷ مئی ۲۰۲۶

وزيراعلیٰ بلوچستان د بيکړ سيمې دوره وکړه، د پرمختيايي پروژو جاج يې واخيست

ډېره بګټي (نوي ژوند) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز احمد بګټي د اپر ډېره بګټي د بيکړ سيمې دوره کړې ده۔ د هغه سره پخوانی وزيراعظم انوار الحق کاکړ، پخوانی صوبايي وزير خالد لانګو او شکېل دراني هم ملګري وو۔ د دورې پر مهال وزيراعلیٰ په بيکړ کې د روانو پرمختيايي پروژو تفصيلي جاج واخيست او د سيمې د پرمختګ او ولسي اسانتياوو په اړه يې د ترسره شوو اقداماتو ارزونه وکړه۔ نوموړي د مير غلام قادر بګټي روغتون هم وکوت چېرته چې يې د طبي اسانتياوو او د ناروغانو د سهولتونو معائنه وکړه۔ وروسته وزيراعلیٰ بلوچستان د خپل پلار مير غلام قادر بګټي پر قبر حاضري ورکړه او فاتحه يې وکړه۔ دا دوره د سيمه ييزو خلکو او د پرمختيايي پروژو د پر وخت بشپړېدو لپاره مهمه بلل شوې ده۔