مقامی ۷ مئی ۲۰۲۶

معرکه حق دښمن ته د پاکستان د ځواک احساس ورکړ، مير سليم کھوسه

کوئه ( نوی ژوند ویب) د بلوچستان د مواصلاتو او تعميراتو صوبايي وزير مير سليم کھوسه ويلي دي چې د پاکستان زړورو ځواکونو د دښمن پر ضد غاښ ماتونکی ځواب ورکړی او دا يې ثابته کړې چې د هېواد دفاع خوندي لاسونو کې ده۔ نوموړي د “معرکه حق” په اړه خپل بيان کې وويل چې پاکستان هر سخت وخت کې د اتحاد، زړورتيا او قوي عزم څرګندونه کړې او وروستی معرکه هم د قومي تاريخ يو مهم باب ګرځېدلی دی۔ هغه وويل چې د پاک پوځ مسلکي مهارت او غوره حکمت عملي د دښمن ټولې موخې خاورې کړې۔ مير سليم کھوسه وويل چې ټول قوم د خپلو ځواکونو تر څنګ ولاړ دی او دښمن ته دا پيغام ورکړل شوی چې د پاکستان پر دفاع هېڅ ډول معامله نه شي کېدای۔ هغه زياته کړه چې د هېواد د خپلواکۍ او سلامتۍ لپاره ورکړل شوې قربانۍ به تل ياد ساتل کېږي۔ صوبايي وزير وويل چې اوسنی دور يوازې د وسلو جګړه نه ده بلکې د اطلاعاتو او بيانيې جګړه هم مهمه ده، له همدې امله ځوانان بايد په ټولنيزو رسنيو او نورو پليټ فارمونو کې د قومي ګټو ساتنه وکړي۔ نوموړي وويل چې د بلوچستان ولس وطن دوست دی او د صوبې ځوانان د هېواد په پرمختګ او ثبات کې مهم رول لوبوي، حکومت به د ځوانانو لپاره د تعليم، پرمختګ او مثبتو فعاليتونو نور فرصتونه هم برابر کړي۔ مير سليم کھوسه وويل چې د سړکونو، انفراسټرکچر او مواصلاتي نظام ښه والی د ملي پرمختګ او استحکام مهمه برخه ده، ځکه قوي اقتصاد او قوي انفراسټرکچر هېواد نور هم مستحکم کوي۔ هغه د پاک پوځ، شهيدانو او امنيتي ادارو قربانيو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړې او ويې ويل چې قوم به يې قربانۍ تل ياد ساتي۔