نیو چندی ګړ (ویب نیوز) د هند کرکټ لوبډلې افغانستان ته په واحد ټیسټ میچ کې د اننګز او ۳۰۰ رنز په لوی توپیر ماتې ورکړې او د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې یې خپله تر ټولو ستره بریا ثبت کړې ده. هند په لومړۍ اننګز کې د ۸ ویکټو په زیان ۵۶۴ رنز جوړ کړل او اننګز یې ډیکلیئر کړ، چې پکې کپتان شبمن ګل ۱۲۶، کې ایل راهول ۱۰۰ او سیا سدھرسن او رشب پنت هر یو ۸۱ رنز جوړ کړل. د افغانستان له لوري محمد سلیم ۶ ویکټې واخیستې. په ځواب کې افغان لوبډله په لومړۍ اننګز کې ۱۵۲ او په دویمه اننګز کې یوازې ۱۱۲ رنز جوړ کړل. د هند له لوري مانوو ستھر په خپل لومړي میچ کې ۶ ویکټې واخیستې، په داسې حال کې چې کلدیپ یادیو او واشنګټن سندر هم مهم رول ولوباوه. دا بریا د رنزونو له مخې د هند تر ټولو لویه ټیسټ بریا او د افغانستان تر ټولو ستره ماتې بلل کېږي.
