(نوې ژوند ویب نیوز)
عراق د ملي لوبډلې پاکستانی الاصله لوبغاړی زیدان اقبال به د فیفا نړیوال جام سیالیو کې د عراق استازیتوب وکړي. زیدان اقبال چې په مانچسټر کې زېږېدلی، پلار یې د پاکستان د ساهیوال ښار او مور یې د عراق ده. د فیفا د قوانینو له مخې هغه د پاکستان، عراق او انګلستان لپاره د لوبېدو وړ و، خو په ۲۰۲۱ کال کې یې د عراق د ۲۳ کلنو او وروسته په ۲۰۲۲ کال کې د عراق د مشرانو ملي لوبډلې لپاره لوبې وکړې. زیدان په ۹ کلنۍ کې د مانچسټر یونایټډ اکاډمۍ برخه شو او په ۲۰۲۱ کال کې یې د یوفا چمپینز لیګ سیالیو کې هم ګډون کړی و. د راپورونو له مخې، نوموړی به د فیفا نړیوال جام په تاریخ کې لومړنی پاکستانی الاصله فوټبالر وي چې په دغه ستر نړیوال ټورنمنټ کې برخه اخلي. زیدان اقبال ویلي چې د خپلو ملګرو او پلار له لارې پوه شوی چې د تاریخ یوه مهمه برخه ګرځي، او که څه هم عراق ته نه دی تللی، خو د پاکستان سفر یې کړی دی.
