(نوې ژوند ویب نیوز)
د فیفا صومالی الاصله ریفري عمر ارتان امریکا ته د داخلېدو له منع کېدو وروسته ویلي چې د امریکا د کډوالۍ چارواکو له ده سره ۱۱ ساعته پوښتنې او ګروېږنې وکړې، خو بیا یې هم د داخلېدو د نه اجازې واضح دلیل ورنه کړ. نوموړي په یوه مرکه کې وویل چې له اوږدو تحقیقاتو وروسته څو ساعته په توقیفي خونه کې وساتل شو او وروسته بېرته استانبول ته ولېږدول شو. د هغه په وینا، امریکايي چارواکو ترې د صومالیا د سیاست او الشباب ډلې په اړه پوښتنې وکړې او د هغه مسلکي سابقه او د فیفا اسناد یې هم وکتل، خو بیا هم د امریکا خاورې ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه. عمر ارتان وویل چې د نړیوال جام په سیالیو کې د ریفري په توګه ګډون د ده د ژوند تر ټولو لوی خوب و او دا به نه یوازې د ده، بلکې د ټول صومالیا لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه وه. هغه زیاته کړه چې ټول قانوني ویزه او اړین اسناد یې له ځان سره لرل، خو بیا هم له سختې مایوسۍ سره مخ شو او اوس خپل هېواد ته ستنېږي.
