(نوې ژوند ویب نیوز)
د برتانوي رسنۍ د راپور له مخې، فیفا ته اندېښنه پیدا شوې چې د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام په ځینو سیالیو کې ښايي لوبغالي په بشپړه توګه ډک نه شي، ځکه د ټکټونو غوښتنه د تمې خلاف کمه پاتې شوې ده. راپور وايي چې شاوخوا ۱۸۰ زره ټکټونه بېرته د پلور لپاره وړاندې شوي او د ریسیل پورټل له لارې د ټکټونو بیې په تېره یوه میاشت کې نږدې ۲۰ سلنه راټیټې شوې دي. د امریکا د پرانیستې لوبې له ۴۴۰۰ څخه زیات ټکټونه لا هم نه دي پلورل شوي او په ټولیز ډول زرګونه ټکټونه لا هم د اخیستونکو په تمه دي. بل لور ته، په نیویارک او نیوجرسي کې د ټکټونو د لوړو بیو په اړه پلټنې هم پیل شوې دي، چې د نړیوال جام د پایلوبې د ټکټ بیه له ۴۱۸۵ ډالرو پیل او تر ۸۶۸۰ ډالرو پورې رسېږي. راپور زیاتوي چې فیفا د ټکټونو او مېلمه پالنې له لارې د ۳ میلیارده ډالرو عوایدو هیله لري، خو د ځینو لوبو، په ځانګړي ډول د سعودي عربستان د سیالیو زرګونه ټکټونه لا هم پاتې دي او په ځینو ځایونو کې د اصلي بیې څخه په ټیټه بیه پلورل کېږي.
