مقامی ۷ مئی ۲۰۲۶

د بلوچستان د اطلاعاتو محکمه، ضلعي افسرانو ته د کارکردګۍ ښه کولو هدايات

کوئټه (نوي ژوند) د بلوچستان د اطلاعاتو ډائريکټر جنرل عسکر خان په مشرۍ د سېکټر دفترونو آنلاين غونډه شوې چې پکې د قلات، زيارت، چمن او لورالايي افسرانو ګډون کړی و۔ په غونډه کې د اضلاع د کارکردګۍ، حکومتي پروژو او د عامه پوهاوي کمپاینونو جاج واخيستل شو۔ ډي جي پي آر وويل چې ښه کارکردګي ښودونکو افسرانو ته به انعام ورکول کېږي خو کمزورې کارکردګي به نه زغمل کېږي۔ هغه زياته کړه چې محکمه بايد د حکومت پرمختيايي پروژې او ولسي اقدامات په مؤثره توګه عامو خلکو ته ورسوي او د سوشل ميډيا له لارې دې بروقت معلومات شريک شي۔ غونډه کې افسرانو د خپلو کارونو رپورټونه وړاندې کړل او د لا ښه کار کولو ژمنه يې وکړه۔