کوئټه (نوي ژوند) د جمعيت علماء اسلام بلوچستان صوبايي امير او سنېټر مولانا عبدالواسع ويلي دي چې د مدرسو د بندېدو او علماوو پر ضد د عملياتو په اړه ګوند سخت دريځ خپل کړی و او د اسمبلۍ دننه او بهر يې قوي احتجاج کړی دی۔ نوموړي د خبري کانفرنس پر مهال وويل چې د احتجاج له امله حکومت مجبوره شو او د وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي په مشرۍ يو لوړ پوړی حکومتي وفد د دوی سره ليدنه وکړه او دا يقين يې ورکړ چې د مدرسو پر ضد به نورې هېڅ ډول کاروايۍ نه کېږي۔ مولانا عبدالواسع وويل چې حکومت د هغو افسرانو پر کړنو هم بښنه وغوښته چې مدرسې يې بندې کړې او علماوو ته يې تکليف رسولی و۔ هغه زياته کړه چې وزيراعلیٰ غوښتنه وکړه چې د ۱۰ مۍ اعلان شوی لانګ مارچ ۱۰ ورځې وځنډول شي، نو د قبائلي او سياسي روايتونو په رڼا کې جميعت علماء اسلام دا غوښتنه ومنله او لانګ مارچ يې تر ۲۰ مۍ پورې وځنډاوه۔ نوموړي وويل چې که اړتيا پېښه شوه نو احتجاج به نور هم دوام وکړي خو تر دې دمه د حکومت د يقين دهانيو په رڼا کې ګام اخيستل شوی دی۔ مولانا عبدالواسع د دې احتجاج په ملاتړ د اسمبلۍ غړو، کارکوونکو او په ځانګړي ډول د تاجران ټولنې مننه وکړه او ويې ويل چې مدرسې د اسلام قلعې دي او د علماوو تحفظ د ټولو ذمه واري ده۔ هغه وويل چې حکومت د مدرسو پر ضد کریک ډاؤن کړی و، ځينې مدرسې يې تړلې او ځينې علما يې نيولي وو، چې دا د افسوس وړ عمل و۔ نوموړي زياته کړه چې حکومت اوس دا باور ورکړی چې نور به داسې اقدامات نه کېږي۔ مولانا عبدالواسع وويل چې د سرکاري رسمي پروګرامونو د بائيکاټ په اړه به وروستی پرېکړه د مشورې وروسته اعلان شي۔
