کوټه (د نوي ژوند) د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ لسمه غونډه د جمعې په ورځ ۸ مې ۲۰۲۶ د مازديګر په ۳ بجو د اسمبلۍ په سېکرټرېټ کې رابلل شوې ده او د غونډې تفصيلي اجنډا هم جاري شوې ده۔ د اجنډا له مخې حکومت به د بلوچستان سيف سټي اتهارټي آرډيننس ۲۰۲۶ د ۹۰ ورځو لپاره د غځولو په اړه آئيني قرارداد وړاندې کړي څو په صوبه کې د امن و امان او عصري څارنې نظام دوام ومومي۔ په غونډه کې به د وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي او پارلماني سيکرټرانو له خوا يوه مهمه ګډه ستاينليک قرارداد هم وړاندې شي چې پکې به پاک پوځ او هوايي ځواک ته د “معرکه حق” په ترڅ کې د دښمن د ناوړه ارادو د ناکامولو، او د دفاع وطن د مضبوطولو په سر شاندار خراج تحسين وړاندې شي، او د فېلډ مارشل عاصم منير او وزيراعظم شهباز شريف د قيادت ستاينه به هم وشي۔ له دې پرته به رحمت صالح بلوڅ د ښځو د صحت اړوندو محصولاتو پر ۴۰ سلنه ټېکس د ختمولو قرارداد او مولانا هدايت الرحمان د اقليتونو د حقونو د تحفظ قراردادونه هم وړاندې کړي۔ په غونډه کې به د ځوانانو د روزګار پروګرام او سينډک پروژې د مقامي فنډونو تفصيلات هم د بحث لاندې راشي او د خزاني او معدنياتو محکمو څخه به د پوښتنو ځوابونه هم واخيستل شي۔ غونډه به د پينل آف چيئرمين په مشرۍ ترسره کېږي۔
