تازه خبرونه ۱۲ جون ۲۰۲۶

د فیفا نړیوال جام ۲۰۲۶ پیل، مکسیکو سویلي افریقا ته ماتې ورکړه

کوټه (وېب نیوز)د فیفا نړیوال جام ۲۰۲۶ د پرانیستې لوبې په ترڅ کې د مکسیکو لوبډلې غوره لوبه ترسره کړه او سویلي افریقا ته یې د صفر پر وړاندې د دوو ګولونو په توپیر ماتې ورکړه. دغه لوبه د مکسیکو ښار په لوبغالي کې ترسره شوه چې پکې جولین کوینونز د لوبې په نهمه دقیقه کې د ټورنمنټ لومړی ګول وواهه، په داسې حال کې چې دویم ګول راول خیمنیز د لوبې په ۶۷مه دقیقه کې ترسره کړ. د لوبې پر مهال د سویلي افریقا دوه لوبغاړي د ریډ کارډ له امله له ډګره وایستل شول او لوبډلې د سیالۍ ډېره برخه له نهو لوبغاړو سره ترسره کړه. د پرانیستې مراسمو پر مهال نامتو سندرغاړو شکیرا او برنا بوای هنري پروګرامونه وړاندې کړل او په لوبغالي کې له ۲۴ زرو څخه زیات نندارچیان موجود وو.