پاکستان ۷ مئی ۲۰۲۶

انکم ټیکس سیکشن ای-سیون غیرقانوني اعلان، د ایف بي آر اپیلونه رد شول

اسلام آباد(نوی ژوند): وفاقي آئینی عدالت د انکم ټیکس قانون سیکشن ای-سیون غیرقانوني اعلان کړ او د ایف بي آر ټول اپیلونه یې رد کړل. عدالت وویل چې د دې سیکشن لاندې ټول اقدامات غیر مؤثر دي. د فیصلې له مخې هغه پلاټونه هم د دې قانون لاندې راغلي وو چې استعمال نه کېدل. د فیصلې وروسته د رئیل اسټېټ سکټور لپاره د اسانتیا تمه څرګندېږي.