کوټه (وېب نيوز)د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې یو ځل بیا د برېښنا رسونه ناڅاپه بنده شوې چې له امله یې کوټه، سبی، نصیرآباد، مستونګ، نوشکي، چاغي، پشین، زیارت او چمن په تیاره کې ډوب شوي دي. د کیسکو چارواکو په وینا د سبی واپډا ګرېډ سټېشن سره تړلې د ۲۲۰ کیلو واټه مهمه اوچ-سبی-کوټه ټرانسمېشن لاین ټرېپ شوې ده، چې له امله یې د صوبې په پراخه کچه د برېښنا نظام اغېزمن شوی دی. د کیسکو تخنیکي ډلې د خرابۍ د هواري او د بدیلو لارو له لارې د برېښنا د ژر بحالۍ لپاره کار پیل کړی، خو د سختې ګرمۍ له امله ولس له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی.
