کوټه (ویب نیوز): د پاکستان تحریک انصاف مشر بېرسټر ګوهر خان د هېواد د نوو صوبو د جوړېدو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د اداري او ولسي اړتیاوو له مخې نوې صوبې جوړول ضروري دي، خو د دې لپاره پراخ ملي اتفاق او په اړوندو اسمبليو کې د دوه پر درېیمه اکثریت ترلاسه کول لازمي دي. نوموړي له یوې خصوصي ټلوېزیوني خپرونې سره په خبرو کې وویل چې د نوو صوبو په اړه باید ټولې سیاسي ډلې په اعتماد کې واخیستل شي. هغه دا هم وویل چې د وزیراعظم شهباز شریف لپاره به د خپلې آئیني پنځه کلنې مودې بشپړول اسانه نه وي.
