اسلام آباد (وېب نيوز)حکومت د ولس لپاره د لږ راحت په موخه د پټرولیمي توکو په بیو کې د کمښت اعلان کړی دی. د پټرولیم ډویژن د اعلامیې له مخې د پټرولو بیه په هر لیټر کې ۴ روپۍ او د های سپیډ ډیزلو بیه ۲ روپۍ راکمه شوې ده. د نوو نرخونو له مخې د پټرولو بیه ۳۷۳ روپۍ او ۷۸ پیسې او د ډیزلو بیه ۳۷۸ روپۍ او ۷۸ پیسې فی لیټر ټاکل شوې ده. اعلامیه وایي چې دغه نوې بیې به د نن شپې له ۱۲ بجو څخه نافذې شي.
