کوټه (وېب نيوز)د جمعیت علما اسلام ضلع کوټې مشرانو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې بلوچستان کې غربت، بې روزګاري او اقتصادي بدحالي ورځ تر بلې زیاتېږي او د غربت حقیقي کچه د سرکاري شمېرو څخه هم لوړه ده. دوی وویل چې د ګرانی، بې روزګارۍ او بنسټیزو اسانتیاوو د نشتوالي له امله زرګونه کورنۍ د دوو وخته ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي. د جې یو آی مشرانو زیاته کړه چې ولس د راتلونکي بجټ څخه د هېڅ ډول ریلیف هیله نه لري او اوسنی بجټ به هم د تېر په څېر د ولسي هوساینې پر ځای په نمایشي پروژو او غیر ضروري لګښتونو محدود وي. په بیان کې د صوبې د امن او امان او حکومتولۍ وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی او له حکومت څخه غوښتنه شوې چې د امنیت، اقتصادي ستونزو او د ولس د ژوند د اساسي مشکلاتو حل ته لومړیتوب ورکړي.
