پاکستان ۹ مئی ۲۰۲۶

د حج ډایریکټر جنرل عبدالوهاب سومرو د جدې په حج ټرمینل کې د پاکستان حج مشن فېسیلېټېشن سنټر دوره وکړه

د حج ډایریکټر جنرل عبدالوهاب سومرو د جدې په حج ټرمینل کې د پاکستان حج مشن فېسیلېټېشن سنټر دوره وکړه او مسؤلینو ته یې د حاجیانو لپاره د غوره اسانتیاوو برابرولو سپارښتنه وکړه۔ نوموړي بېلابېل کاؤنټرونه، د لارښوونې مرکزونه او طبي ډسپنسري وکتله او کارکوونکو ته یې وویل چې حاجیانو ته دې شپه او ورځ بې له ځنډه خدمات وړاندې کړي۔ رسنیو سره خبرو کې هغه وویل چې سږ کال شاوخوا نوي زره پاکستانی حاجیان د روټ ټو مکه پروګرام له لارې سعودي عرب ته رسېږي او نور حاجیان د بېلابېلو الوتنو له لارې روان دي۔ هغه زیاته کړه چې د پاکستان حکومت د حاجیانو خدمت خپل لومړیتوب ګڼي او هڅه کوي چې راتلونکو کلونو کې ټولو حاجیانو ته د روټ ټو مکه اسانتیا برابره کړي۔