تازه خبرونه ۱۶ جون ۲۰۲۶

د کوټې ځوان اسرار احمد په بایسکل 1200 کیلومتره سفر په 12 ورځو کې بشپړ کړ

کوټه(وېب نیوز) د کوټې اوسېدونکي ځوان اسرار احمد په بایسکل کې شاوخوا 1200 کیلومتره اوږد سفر یوازې په 12 ورځو کې بشپړ کړی او یو ځانګړی کارنامہ یې ترسره کړی دی. هغه له کوټې خپل سفر پیل کړ او د بېلابېلو ښارونو او غرنیو لارو له لارې ناران او بابوسر ټاپ ته ورسېد. د سختو حالاتو، اوږدو واټنونو او ستونزمنو لارو باوجود هغه خپل سفر په بریالیتوب سره پای ته ورساوه، چې د خلکو او ټولنیزو حلقو له لوري یې ستاینه شوې ده.