اسلام آباد: د پټرولیم ډویژن له خوا جاري شوي نوټیفکیشن له مخې د پټرولو په بیه کې ۱۴ روپۍ او ۹۲ پیسې فی لیټر اضافه شوې او نوې بیه یې ۴۱۴ روپۍ او ۷۸ پیسې مقرر شوې ده. همدارنګه د ډیزلو بیه هم ۱۵ روپۍ زیاته شوې او ۴۱۴ روپۍ او ۵۸ پیسو ته رسېدلې ده. بلخوا د خاورو تېل ۴۱ روپۍ او ۸۰ پیسې ارزانه شوي او نوې بیه یې ۳۱۸ روپۍ او ۹۶ پیسې ټاکل شوې ده. سرچینو ویلي چې په پټرول او ډیزل د لیوي اندازه هم زیاته کړل شوې او نوې بیې به د شپې دولسو بجو څخه نافذ العمل وي.
