تازه خبرونه ۱۶ جون ۲۰۲۶

د فیفا نړیوال جام، د ایران او نیوزیلنډ لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده

نیویارک (ویب نیوز) د فیفا نړیوال جام ۲۰۲۶ سیالیو کې د ایران او نیوزیلنډ ترمنځ په زړه پورې لوبه د دوو، دوو ګولونو په مساوي پای ته ورسېده. دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه او په ټاکلي وخت کې یې دوه، دوه ګولونه ترسره کړل. د ایران لپاره رامین او محمد محبي ګولونه ووهل، په داسې حال کې چې د نیوزیلنډ دواړه ګولونه جسټ ترسره کړل. بل لور ته پخوانۍ نړیواله او اروپایي اتله هسپانیه ونه توانېده چې د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته رسېدلې کیپ ورډي لوبډلې ته ماتې ورکړي. همدارنګه د مصر او بلجیم لوبه ۱-۱ مساوي شوه او د سعودي عربستان او یوراګوای ترمنځ سیالي هم په یوه، یوه ګول مساوي پای ته ورسېده.