تازه خبرونه ۱۶ جون ۲۰۲۶

د فیفا نړیوال جام: بلجیم د مصر پر وړاندې په وروستیو شیبو لوبه مساوي کړه

نیویارک(ویب نیوز) د فیفا نړیوال جام د «جي» ګروپ په زړه پورې سیالۍ کې مصر د خپلې لومړۍ نړیوال جام بریا ته ډېر نږدې شوی و، خو په پای کې لوبه د بلجیم پر وړاندې ۱-۱ مساوي شوه. مصر د لوبې په ۲۱مه دقیقه کې د ایمان عاشور د ښکلي ګول په مټ مخکښ شو او تر ډېره یې برلاسی لوبه وړاندې کړه. د دویمې نیمایي پر مهال محمد صلاح هم څو خطرناک بریدونه وکړل، خو د بلجیم نامتو ګول ساتونکي تیباټ کورټووا د مهمو ژغورنو په ترسره کولو خپله لوبډله له نورو ګولونو وژغورله. د لوبې مهم بدلون هغه وخت رامنځته شو چې رومیلو لوکاکو میدان ته داخل شو او لږ وروسته مصري مدافع محمد هاني تر فشار لاندې توپ په خپل جال کې واچاوه، چې له امله یې لوبه د یوه، یوه ګول په مساوي پای ته ورسېده.