اسلام آباد/کوئټه: د سینیټ د مالیې قائمه کمېټې مهمه غونډه د سینیټر سلیم مانډوي والا په مشرۍ کښې ترسره شوه چې پکې د بلوچستان د سوداګرې ټولنې ستونزې او د راتلونکي بجټ په اړه وړاندیزونه تر بحث لاندې ونیول شول۔ په غونډه کښې سینیټر فاروق حامد نایک، سینیټر محسن عزیز، سینیټر شاهزیب دراني، سینیټر فیصل واوډا، سینیټر عبدالقادر او د هېواد د بېلابېلو چیمبر آف کامرس مشرانو ګډون وکړ۔ د کوئټې چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري مشر حاجي محمد ایوب مریاني د لینډ روټ ویلیو ایشن زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د ټیکسونو زیاتوالي له امله خلک قانوني تجارت پرېږدي او قاچاق ته مخه کوي۔ نوموړي غوښتنه وکړه چې د لینډ روټ تجارت سره تړلو کسانو ته د ټیکس په ارزښت کښې ځانګړې رعایت ورکړل شي او ایس آر او 1387/2025 دې بېرته واخیستل شي۔ ده دا هم وویل چې د ایران سره سوداګریزې دروازې دې 24 ساعته پرانیستې وساتل شي او د کاغذي چارو بهیر دې ګړندی کړل شي۔ د کمېټې غړو د بلوچستان د سوداګرو ستونزو د حل او د صوبې اقتصادي پرمختګ لپاره د هر ډول همکارۍ باور ورکړ۔
