کوئټه: پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ مرکزي مشرانو ویلي دي چې د پرنټ میډیا خلاف هر ډول سازشونه به ناکاموي او په بلوچستان کښې به د صحافت د آزادۍ، جمهوري ارزښتونو او فکري آزادۍ د تحفظ لپاره مبارزه روانه ساتي۔ دا څرګندونې د ګوند مرکزي سینئر ډپټي چیئرمین رضا محمد رضا، صوبایي صدر نصرالله خان زیرے او صوبایي سیکرټري فقیر خوشحال کاسي د بلوچستان پرنټ میډیا د استازو له وفد سره د ملاقات پر مهال وکړې۔ د وفد مشري سید انور شاه کوله۔ غونډه کښې د حکومتي پالیسو، د اخبارونو د اشتہاراتو بندېدو او مالي ستونزو په اړه خبرې وشوې۔ د ګوند مشرانو وویل چې ازاد صحافت د هر جمهوري او مهذب معاشرې بنسټ دی او د پرنټ میډیا کمزوري کول د جمهوریت پر ضد ګام دی۔ هغوی وویل چې پښتونخوا نېشنل عوامي پارټي به د صحافیانو، قلمکارانو او میډیا ورکرانو ترڅنګ ولاړه وي او د بیان د آزادۍ لپاره به په هر فورم غږ پورته کوي۔
