پاکستان ۹ مئی ۲۰۲۶

بلوچستان اسمبلۍ د معرکة الحق په اړه قرارداد په اتفاق منظور کړ

ګډه مبارکۍ قرارداد وړاندې شو چې ایوان په متفقه توګه منظور کړ۔ په قرارداد کښې د پاکستان پوځ، هوايي او بحري ځواکونو ته د دښمن د ناوړه عزایمو د شنډولو، اووه جنګي الوتکو د راغورځولو او د هېواد د دفاع په برخه کښې د بریا مبارکي ورکړل شوه او د فیلډ مارشل عاصم منیر او وزیراعظم شهباز شریف د مشرۍ ستاینه هم وشوه۔ د اسمبلۍ غړو د پاک پوځ د مسلکي وړتیا، ملي یووالي او د پاکستان د دفاعي کردار په اړه خبرې وکړې۔ وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي وویل چې ځوانانو ته به د روزګار او فني زده کړو برابرولو لپاره عملي ګامونه پورته کېږي او د بې قاعدګیو پلټنې روانې دي۔ غونډه کښې د سیف سټي اتھارټۍ آرډیننس 2026 موده هم د 90 ورځو لپاره وغځول شوه او د سیندک پروژې، یوتھ سکلز پروګرام او نورو چارو په اړه هم تفصیلي بحث وشو، وروسته غونډه د مۍ تر 11مې نېټې وځنډول شوه۔