کوټه (ویب نیوز) د د ښځو شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې د سویلي افریقا پر وړاندې د پاکستان ښځینه کرکټ لوبډلې بیټنګ مایوسه کوونکې وه. د پاکستان د لوبډلې مخکښ بیټرانو ښه لوبه ونه کړه او د لوبډلې پنځه لوبغاړې یوازې په ۲۹ منډو وسوځېدې. عایشه ظفر ۹، رامین شمیم ۶، نتالیا پرویز ۴، ګل فیروزه ۱ منډه جوړه کړه او مبینه علي پرته له کومې منډې آوټ شوه، چې له امله یې پاکستاني لوبډله د سیالۍ په پیل کې له سخت فشار سره مخ شوه.
