مقامی ۹ مئی ۲۰۲۶

جام کمال خان د صنعتي او کاروباري استازو سره ولیدل

کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان سره د پاکستان بزنس کونسل، ګیټرون انډسټریز او نووټیکس لمیټډ سی ای او تیمور دائود او نورو صنعتي استازو ملاقات وکړ چې پکې د صنعت، برآمداتو، ټیرف اصلاحاتو او اقتصادي ستونزو په اړه تفصیلي خبرې وشوې۔ جام کمال خان وویل چې د پاکستان صنعتونه نړیوالې سیالۍ ته د برابرولو لپاره متوازن او دوامدارې سوداګریزې پالیسۍ ضروري دي او نویو صنعتونو ته د ودې لپاره پالیسي تسلسل، پانګونه او قوي انتظامي نظام ته اړتیا ده۔ په غونډه کښې د پیټروکیمیکل، پلاسټک، ایس ایم ای سیکټر او غیر رسمي اقتصاد ستونزې هم وڅېړل شوې او وفاقي وزیر د کاروباري ټولنې سره د هر ډول مرستې باور ورکړ۔