مقامی ۱۸ جون ۲۰۲۶

د وزیر اعلی میر سرفراز بګټي په مشرۍ صوبایي کابینې د ۲۰۲۶-۲۷ بجټ وړاندیزونه منظور کړل

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د وزیر اعلی میر سرفراز بګټي په مشرۍ د صوبایي کابینې مهمه غونډه ترسره شوه چې پکې د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال د مجوزه بجټ تفصیلي جاج اخیستو وروسته وړاندیزونه په متفقه توګه منظور شول. غونډې ته ویل شوي چې د نوي مالي کال د بجټ مجموعي حجم ۱۰۸۹ اربه روپۍ دی، چې پکې ۷۹۷ اربه روپۍ غیر پرمختیایي او ۲۰۶ اربه روپۍ د صوبایي پرمختیایي پروګرام لپاره ځانګړې شوې دي. وزیر اعلی وویل چې د محدودو وسایلو باوجود متوازن او ولسي اړتیاوو ته پام لرونکی بجټ جوړ شوی چې موخه یې دوامداره پرمختګ، د روزګار فرصتونه او د روغتیا، تعلیم، پاکو اوبو او بنسټیزو اسانتیاوو ښه والی دی.