مقامی ۱۸ جون ۲۰۲۶

ګرېنډ الائنس د نامعلومې مودې لپاره د صوبې په کچه د لاک ډاون اعلان وکړ

کوټه (ویب نیوز) د آل ګورنمنټ ایمپلایز ګرېنډ الائنس بلوچستان مشرانو عبدالقدوس کاکړ او یونس کاکړ په بېړنۍ خبري غونډه کې د سرکاري ملازمینو د احتجاج پر مهال د مبینه تشدد او نیونو پر ضد د سخت احتجاجي لړۍ اعلان وکړ. د دوی په وینا د جون له ۱۸مې نېټې څخه به د بلوچستان ټول سرکاري دفترونه، تعلیمي ادارې او نور حکومتي محکمې د نامعلومې مودې لپاره تړلي وي، او په صوبه کې به شټر ډاون او پهیه جام احتجاج هم ترسره کېږي. مشرانو زیاته کړه چې د جون له ۱۹مې نېټې څخه به په کوټه کې تر غوښتنو د منلو او نوټیفکیشن تر جاري کېدو پورې پرله‌پسې دهرنا روانه وي او له حکومت څخه یې د نیول شوو ملازمینو د بې قید او شرط خوشې کولو او د ستونزو د خبرو له لارې د حل غوښتنه وکړه.