کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند) د پاکستان نائب وزیراعظم اسحاق ډار ویلي دي چې د هېواد سیاسي او عسکري مشري د ولس د ساتنې او د وطن د دفاع لپاره په بشپړه توګه متحد او کلکه ولاړه ده او د هند هر ډول جارحیت ته به سخت ځواب ورکول کېږي۔ راپورونه وایي چې تېر کال د هند د پاروونکو اقداماتو پر مهال پاکستان روښانه کړې وه چې د دښمن هره مہم جوئي به په کلکه شنډوي۔ د آی ایس پي آر ویاند د 2025 کال د مۍ په 8مه ویلي وو چې د هند ټول اسرائیلي جوړ ډرونونه تباه کړل شوي او نړۍ د پاکستان دفاعي وړتیا په خپلو سترګو ولیده۔ نړیوالو شنونکو ویلي چې د معرکة الحق پر مهال د پاکستان عسکري حکمت عملي او باور هند شاتګ ته اړ کړ او پاکستان یو ځل بیا ثابته کړه چې د هېواد د امنیت او سرحدونو په ساتنه کښې به هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي۔
