کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند) د کوټې اوسېدونکي شاه خالد د خپل لاپته زوی شاه فهد څخه د بې تعلقۍ اعلان کړی او ویلي یې دي چې زوی یې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د ایئرپورټ روډ سیمې څخه له کوره وتلی او تر اوسه بېرته نه دی راستون شوی۔ هغه په کوټه پریس کلب کښې خبري غونډې ته وویل که شاه فهد له کومې ناقانونه ډلې یا د هېواد ضد فعالیتونو سره تړاو ولري نو کورنۍ به یې ورسره هېڅ تعلق ونه لري۔ نوموړي له اړوندو ادارو وغوښتل چې د هغه د زوی د موندلو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي۔
