کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند) د کوټې اوسېدونکي محمد سجاد له خپل لاپته ورور محمد ثاقب څخه د بې تعلقۍ اعلان کړی او ویلي یې دي چې ورور یې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د ایئرپورټ روډ له سیمې کور څخه وتلی او تر اوسه بېرته نه دی راستون شوی۔ هغه په کوټه پریس کلب کښې خبري غونډې ته وویل که محمد ثاقب له کومې ناقانونه ډلې یا د هېواد ضد فعالیتونو سره تړاو ولري نو کورنۍ به یې ورسره هېڅ تعلق ونه لري۔ نوموړي غوښتنه وکړه چې اړوند ادارې دې د هغه د ورور د موندلو لپاره جدي اقدامات وکړي۔
