کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند) د کوټې اوسېدونکي محمد نور د خپل لاپته زوی صفي الله څخه د بې تعلقۍ اعلان کړی او ویلي یې دي چې زوی یې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د ایئرپورټ روډ سیمې څخه له کوره وتلی او تر اوسه نه دی راستون شوی۔ هغه په کوټه پریس کلب کښې خبري غونډې ته وویل که صفي الله له کومې ناقانونه ډلې یا د هېواد ضد فعالیتونو س سره تړاو ولري نو کورنۍ به یې ورسره هېڅ تعلق ونه لري۔ نوموړي د خپل زوی د موندلو لپاره له اړوندو ادارو د مرستې غوښتنه وکړه۔
