(سپورټس ډیسک)
د فیفا نړیوال جام په یوه مهمه سیالۍ کې پاراګوای د ترکیې لوبډلې ته د ۱-۰ په توپیر ماتې ورکړه او درې مهم امتیازونه یې خپل کړل. د پاراګوای د بریا یوازینی او پرېکنده ګول ګالرزا ترسره کړ چې د لوبې برخلیک یې بدل کړ. بل لور ته د نړیوال جام د ګروپ سي په سیالۍ کې مراکش سکاټلنډ ته ۱-۰ ماتې ورکړه او درې ارزښتناک امتیازونه یې ترلاسه کړل. په یوه بله لوبه کې امریکا استرالیا ته ۲-۰ ماتې ورکړه او د شپږو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د ګروپ ډي په سر کې ځای خپل کړ. د فیفا نړیوال جام د ۹۶ کلن تاریخ په اوږدو کې دا لومړی ځل دی چې د امریکا لوبډله په پرلهپسې ډول دوه سیالۍ ګټي او نوی ریکارډ جوړوي.
